کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د نړۍ ترټولو ستر پلټونکی ماشین ګوګل ۲۳ کلن شو

د نړۍ ترټولو ستر پلټونکی ماشین ګوګل ۲۳ کلن شو

د ټیکنالوژۍ د ډګر ترټولو ستر پلټونکی ماشین ګوګل، چې په مرسته یې په یو څو ثانیو کې د خپلې خوښې مواد راټولی شو، درویشت (۲۳) کلن شو.

ګوګل له نن څخه ۲۳ کاله وړاندې په ۱۹۹۸ زیږدیز کال رامنځته شو. دغه پلټونکی ماشین د کیلیفورنیا د سټیفورډ پوهنتون دوو زده کړیالانو لیري پیج او سرجي برین لخوا تیاره شو.

ګوګل نه یوازې د خپل جوړښت په لومړیو وختونو کې ډېر شهرت لره، بلکې اوس هم د نړۍ په کچه ترټولو ډېر کاروونکی پلټونکی ماشین دی.

دغه پلټونکی ماشین د ټولې نړۍ له یو سلو پنځوسو څخه په ډېرو ژبو خدمتونه وړاندې کوي او ترڅنګ یې له یو میلیارد څخه ډېر کاروونکي د ګوګل له خدمتونو ګټه پورته کوي.

د ګوګل یوه ځانګړتیا دا هم ده چې مهمې ورځې نه هېروې او کله چې کومه ورځ راځي نو خپل ډوډل ورته بدلوي، نن یې خپله کلیزه هم نه ده هېره کړې او ډوډل یې ورته جوړ کړی دی.

دا هم ولولئ

وټساپ به ډېر ژر د غږیزو پیغامونو لپاره یو په زړه پوری فیچر رامنځته کړي

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن د غږیزو پیغامونو د لا ښه والي لپاره پر …