کورپاڼه / سياست او روانې چارې / اشرف غني د خپلې رسمي فېسبوکپاڼې نه بل پوسټ هم وکړ
اشرف غني ۴

اشرف غني د خپلې رسمي فېسبوکپاڼې نه بل پوسټ هم وکړ

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د رسمي فېسبوکپاڼې نه نن څو ساعتونه مخکې یو پوسټ شوی و، چې وروسته بیا په ټویټر د هغه له خوا د خپلې فېسبوکپاڼې د هک کېدو خبر ورکړل شو.

په هغه پوسټ کې د هغه له قوله ویل شوي و، چې د ا.ا حکومت ملاتړ کوي او له نړیوالو یې غوښتنه کړې وه چې دا حکومت دې ومني او مرستې دې ورسره وکړي، خو لږ ساعت وروسته یې بیا وویل، چې پاڼه یې له لاسه وتلې ده.

هغه پوسټ بیا ۱ ساعت وروسته له پاڼې ډیلیټ شو چې لسګونه زره کسانو پرې تبصرې کړې وې او ډېری کسانو په تبصرو کې هم یادونه کړې وه چې دا لیکل د اشرف غني نه دي او داسې ښکاره کېږي چې پاڼه یې هک شوې ده.

اوس یو ځل بیا د اشرف غني د رسمي فېسبوکپاڼې له خوا یو بل پوسټ شوی دی، چې د پاڼې د هک کېدو او بیا د بېرته ترلاسه کولو خبره پکې شوې ده.

هغه لیکلي: ((بيګاه شپه زما پر فیسبوکپاڼې سايبري بريد شوی و، چې له امله يې د څو ساعتونو لپاره پاڼه زموږ له کنتروله وتلې وه. نن ماسپښين مو د فيسبوک د جنوبي اسيا ادارې په مرسته د پاڼې کنټرول بېرته ترلاسه کړ.))

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …