کورپاڼه / کرکټ / له نیوزیلېنډ سره د لوبې پر نه کېدو پي سي بي د ۲.۷ میلونه روپیو بیل ترلاسه کړی

له نیوزیلېنډ سره د لوبې پر نه کېدو پي سي بي د ۲.۷ میلونه روپیو بیل ترلاسه کړی

د نیوزیلېنډ او پاکستان ترمنځ د یوه ورځنیو او شل اوریزو لوبلړۍ چې د روانې سپتمبر میاشتې په ۱۷مه پیلېدې، خو د لوبې له پیل څو ساعته وړاندې د نیوزیلېنډ بورډ له لورې لغوه شوې.

نیوزیلېنډ کرکټ بورډ ویلي، چې دغه لوبې یې د امنیتي ګواښونه په سبب لغوه کړې او خپل لوبغاړي یې له پاکستان څخه وویستل. دا په داسې حال کې وه چې د پاکستان لخوا سخت امنیتي تدابیر نېول شوي ول.

پاکستان ددې لپاره په ډېره اندازه پوځیان یې په دندو ګومارلي ول، ترڅو په دې سره په دې هېواد کې کرکټ را ژوندی کړي، خو ددې هرڅه سربېره بیاهم نه یوازې کرکټ را ژوندی کړ، بلکې له لوی تاوان سره مخ.

د پاکستاني رسنیو د راپور پر اساس، په راولپنډۍ کې له نیوزیلېنډ سره د لوبې پر نه کېدو ددې هېواد کرکټ بورډ د خوړو او امنیتي مرسته په سبب د ۲.۷ میلونو بیل ترلاسه کړی.

یادې ادارې ویلي دي، موږ د لوبې په ورځ ټولو کارمندانو ته دندې ورکړې وې او هغوی ته مو په خوراک کې بریاني هم ورکړې وه، خو دا چې لوبه ونه شوه نو موږ یې مسولیت نه لرو.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …