کورپاڼه / خبرونه / افغان لوبډلې د نړیوال جام لپاره د دوه سوه پنځوس زرو ډالرو مالي ملاتړ له لاسه ورکړ

افغان لوبډلې د نړیوال جام لپاره د دوه سوه پنځوس زرو ډالرو مالي ملاتړ له لاسه ورکړ

له کله راهیسې چې تېر نظام پرځېدلی دی، له هماغه راهیسې د نورو ادارو ترڅنګ د کرکټ بورډ اداره هم له ډېرو بدلونونو او ستونزو سره مخ ده او لا یې هم ترمخ ډېرې ننګونې پرتې دي.

په یاد اداره کې د عمومي ریاست ترڅنګ په اجراییوي ریاست، د غوراوي کمېټې په غړو او نورو پوسټونو کې ناڅاپي بدلونونه راغلي، چې نه یوازې د خلکو د غبرګون سره مخ شوي بلکې ستونزې یې هم ډېرې کړې دي.

د کرکټ بورډ اجراییوي ریاست یوه ډېره مهمه چوکۍ ده او په دې بست ډاکتر حامد شینواري، چې زده کړې یې په استرالیا کې ترسره کړي، کار کاوه. حامد شینواری تر ډېره پورې په کرکټ بورډ کې ښه روان و.

خو نوموړی هم لکه د افغان کرکټ لوبډلې د سیاست ښکار شو او په داسې حال کې له دندې ګوښه شوه چې علت یې لاهم نه دی څرګند شوی. د نوموړي د ډېرو نورو کارونو ترڅنګ یو لوی کار نړیوال جام ته د لوبډلې مالي ملاتړ پیدا کول، خو د نوموړي له ګوښه کېدو وروسته مو یواځینی مالي ملاتړ کوونکی هم له لاسه ورکړ.

د راپور پر اساس، پخواني اجراییوي رییس حامد شینواري په نړیوال جام کې د ملي لوبډلې د مالي ملاتړ لپاره له یو هندي شرکت سره په دوه سوه پنځوس زره ډالرو تړون کړی و، خو په کرکټ کې له بدلون سره هغه هم لغوه شو.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …