کورپاڼه / کرکټ / شاهین افریدی او اعظم خان جریمه شوي دي

شاهین افریدی او اعظم خان جریمه شوي دي

وروسته له هغې چې نیوزیلېنډ او انګلستان لوبډلو پاکستان ته خپل سفر لغوه اعلان کړ، ددې هېواد کرکټ بورډ (پي ایس بي) د ملي شل اوریزو لوبو په نوم سیالۍ په لاره واچولې، ترڅو د نړیوال جام لپاره یې لوبډله چمتو وي.

په دې لوبو کې که له یوې خوا پر لوبډلې جریمې پورې شوې، ورسره څنګ کې په دوو هغه لوبغاړو هم جریمه پورې شوه، چې د لوبې پرمهال د څارونکې له پرېکړې خوښ نه ول.

دغه لوبې چې د پاکستان په راولپنډۍ کې ترسره کېږي، په لومړۍ مرحله کې یې د (سلو اوور ریټ) په سبب د سنټرل پنجاب او خیبر پښتونخوا لوبډلې په ترتیب سره ۴۰ او ۲۵ زره روپۍ جریمه شوې.

د سنټرل پنجاب او خیبر پښتونخوا لوبډلو ترمنځ د تېرې یکشنبې په ورځ لوبه ترسره شوه، چې پنجاب په ټاکلي وخت کې درې اوره کم ترسره کړي ول او د شنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا لوبډلې د سدرن پنجاب پر وړاندې په ورکړل شوي وخت کې دوه اوره کم ترسره کړل.

بل لوري ته د خیبر پښتونخوا لوبډلې چټک توپ اچونکی شاهین افریدی او د سدرن پنجاب لوبډلې ویکټ ساتونکی اعظم خان، چې د څاروونکې له پرېکړې یې ناهیلي ښودلې وه، د لوبې د فیس ۴۰ او ۲۵ سلنه جریمه شول.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …