کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راجستان د سنرایزر حیدر آباد لوبډلې ته د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه

راجستان د سنرایزر حیدر آباد لوبډلې ته د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه

د راجستان رایلز لوبډلمشر سنجو سامسون یو ځل بیا خپل مسولیت ادا کړ او د ښې توپ وهنې پر مټ یې د سنرایزر حیدر آباد لوبډلې ته د ۱۶۵ منډو هدف کېښود.

هند تجارتي ليګ یا ای پي ایل ۴۰مه لوبه د راجستان رایلز او سنرایزر حیدر آباد لوبډلو ترمنځ په دوبۍ کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، چې راجستان د پچې تر ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

راجستان رایلز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۴ منډې وکړې، چې له ډلې يې یشوي جیسوال ۳۶ او سنجو سامسون ۸۲ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د حیدر آباد له لورې په توپ اچونه کې سدرات کول ښه توپ اچونه وکړه او دوه لوبغاړي یې وسوځول. دغه راز سندیپ شرما، بوینشور کمار او راشد خان یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چې د راجستان رایلز لوبډلې د ۲۰۲۱ کال په آی پي ایل لیګ کې ۹ لوبې کړي او د ۸ نومرو په لرلو په جدول کې شپږم او سنرایزر حیدر آباد لوبډلې ۹ لوبې کړي او د ۲ نومرو په لرلو اتم مقام لري.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …