کورپاڼه / کرکټ / فضلي په رسمي توګه د کرکټ بورډ عمومي رییس وټاکل شو

فضلي په رسمي توګه د کرکټ بورډ عمومي رییس وټاکل شو

عریزالله فضلي، چې د جمهوریت له پرځېدو سره یې په کرکټ بورډ ور منډه کړه او هلته د سرپرست عمومي رییس په توګه ټاکل شوی و، نن ورځ په رسمي توګه د یادې ادارې عمومي رییس شو.

د کرکټ بورډ د راپور پر اساس، عریزالله فضلي د ا.ا د لومړي مرستیال عبدالغ.ني ب.رادر د حکم پر اساس د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رییس په توګه وټاکل شو.

عزیزالله فضلي له دې وړاندې، د عاطف مشعل له لیرې کېدو وروسته د کرکټ بورډ عمومي رییس ټاکل شوی و، چې بیا ډېره کمه موده په دغه چوکۍ پاتې شو او له هغه وروسته بیا فرهان یوسفزی وټاکل شو، چې د جمهوریت له پرځېدو سره سم له دندې لېرې شو.

له فرهان وروسته یادې ادارې ته ډېرو کسانو سترګې نېولې وې، خو عزیزالله فضلي پر هغوی بریالی شو او په کرکټ بورډ کې ځان عمومي رییس معرفي کړ، که څه هم هغه سرپرست رییس خو په بورډ کې د خپلې چوکۍ د ساتنې لپاره له خپل صلاحیت څخه پورته کارونه وکړل.

نوموړي په لومړي سر کې خپل سر سخت مخالف او اجراییوي رییس له دندې ګوښه کړ او بیا یې هغه کسانو ته په کرکټ او لوبډله کې ځای ورکړ، چې نوموړي ته یې سرخوږی جوړاوه.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …