کورپاڼه / جالب / دا موسیقي د سر درد کمولی شي

دا موسیقي د سر درد کمولی شي

آیا موسیقي سر درد او نور کیفیات کمولی شي؟ تر اوسه پورې ددې پوښتنې بشپړ ځواب نشته خو د نیم سري او سر درد درملو جوړونکې مشهور شرکت نیوروفین یوه داسې موسیقي ترتیب کړې چې د سر درد کموي.

د موسیقۍ دې برخې ته یې د (ټیون اوټ پین) نوم ورکړی، چې پر (سپاټیفای) یې اورېدلی شئ خو ددې لپاره باید پر ویبپاڼه ځان راجستر کړئ. ددې موسیقۍ په تیارولو کې دماغي کارپوهان او موسیقارانو مهم رول لوبولی، چې په مرسته یې په سر درد کې پیدا کېدونکې څپې کمزورې کېږي.

د ډبلن پوهنتون ارواپوه کلیر هاولین او موسیقار جوناتن بیکر په ګډه یوه داسې موسیقي ترتیب کړې، چې په هغې کې ځانګړې آلې او سُرونه کارېدلې دي او ځینو اورېدونکې یې په اورېدو د خوښۍ احساس کړی.

د نیوروفین شرکت مشر سیزي انلوترک ویلي دي، چې دوی په زرګونه ناروغانو ته دغه موسیقي اورولې او اتیا سلنو یې له اورېدو وروسته ویلي چې سر درد یې آرام شوی، خو په اړه یې نورو څېړنو ته اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړې چې شرکت یې غواړي چې په یو ډول له درملو پرته هم د درد درملنه وکړي او دا یې په دې لړ کې لومړنۍ هڅه او کوښښ دی.

دا هم ولولئ

هغه حیرانوونکی شخص چې په دوه ورځو کې یې ټوله الوتکه وخوړه

ګڼ شمېر داسې ډېر خواره کسان به مو لېدلي وي چې هغوی له اړتیا ډېر …