کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د جیسن رای راتګ د سنرایزر حیدر آباد د بریا سبب وګرځېده

د جیسن رای راتګ د سنرایزر حیدر آباد د بریا سبب وګرځېده

جیس رای د سنرایزر حیدر آباد لوبډلې لپاره په لومړۍ لوبه کې دغه لوبډله له بدبختۍ راوویستله او د ښې توپ وهنې پرمټ یې لوبډله بریالۍ کړه.

هند تجارتي ليګ یا ای پي ایل ۴۰مه لوبه د راجستان رایلز او سنرایزر حیدر آباد لوبډلو ترمنځ په دوبۍ کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، چې راجستان د پچې تر ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

راجستان رایلز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۴ منډې وکړې، چې له ډلې يې یشوي جیسوال ۳۶ او سنجو سامسون ۸۲ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د حیدر آباد له لورې په توپ اچونه کې سدرات کول ښه توپ اچونه وکړه او دوه لوبغاړي یې وسوځول. دغه راز سندیپ شرما، بوینشور کمار او راشد خان یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

حیدر آباد وکړای شول چې یاد هدف په ۱۸.۳ اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو پوره کړي او راجستان ته په اوو ویکټو ماتې ورکړي، چې له ډلې یې جیسن رای ۶۰ او کین ویلیمسن ۵۱ ترټولو ډېرې منډې وکړې. د راجستان لخوا مستفیض الرحمن، ماهیپال لمر او چیتن سکریا یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چې سبا په آی پي اېل کې دوه لوبې ترسره کېږي، چې لومړۍ لوبه به ماسپښین په ۲:۳۰ بجو د کلکته نایټ رایډرز او ډهلي کپیټلز ترمنځ او دویمه لوبه ماښام ۶:۳۰ بجو د ممبۍ انډینز او پنجاب ترمنځ ترسره شي.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …