کورپاڼه / جالب / هغه لوبډله چې له مخالفې لوبډلې نه یې د ۱۳۸۲ منډو په توپیر لوبه وګټله
پراناو دهانواډ

هغه لوبډله چې له مخالفې لوبډلې نه یې د ۱۳۸۲ منډو په توپیر لوبه وګټله

د کرکټ په نړۍ کې نه یوازې دا چې په نړیوالو لوبو کې کله نا کله په زړه پورې یا هم جالبې لوبو تر سترګو کېږي، خو د دې تر څنګ بیا په کورنیو او نورو لوبو کې هم ډېرې جالبې او په زړه پورې صحنې لیدل کېږي.

همداسې یوه لوبه په هند کې هم ترسره شوې ده، چېرته چې د ښوونځیو په رسمي سیالیو کې یو لوبغاړي تر ۱۰۰۰ څخه زیاتې منډې په یوازې ځان ترلاسه کړې او دا ستر ریکارډ یې په خپل نوم کړ.

دغه لوبه د کی سي ګاندهي انګلش سکول او اریا ګوروکول ترمنځ ترسره شوې وه، دغه لوبه د بهنډاري جام برخه وې او په ممبۍ کې ترسره شوې وې.

د اریا ګورکول ټوله لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې په ۳۱ منډو وسوځېده، خو په ځواب کې یې بیا د کی سي ګاندهي سکول لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۴۶۵ منډې ترلاسه کړې او یوازې ۳ لوبغاړي یې سوځېدلي و چې بیا یې خپله پاڼۍ ختمه یا ډیکلیر کړه.

کی سي ګاندهي انګلش سکول

په دغه منډو کې د پراناو دهانواډ په نوم توپوهونکي په ۳۲۷ توپونو باندې ۱۰۰۹ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې او همدا راز اکاش سینګ او سدیش پټیل هم پکې سلیزې ووهلې.

خو په ځواب کې بیا د اریا ګوروکول لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې هم یوازې ۵۲ منډې وکړې او د کی سي ګاندهي سکول د یوې پاڼۍ او ۱۳۸۲ منډو په ستر توپیر په دغه لوبه کې بریا خپله کړه او تاریخ یې ثبت کړ.

دا هم ولولئ

مشفیق الرحیم

مشفیق الرحیم د شکیب الحسن ریکارډ مات کړ

د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپ وهونکي مشفیق الرحیم نن د افغانستان پر …