کورپاڼه / اسلام / د قراني آیتونو په ړنا کې هغه کړنې چې عملونه مو تباه کوي

د قراني آیتونو په ړنا کې هغه کړنې چې عملونه مو تباه کوي

الله تعالی فرمایي: ((وَمَن يَكْفُرْ بِالْإِيمَانِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ)) ژباړه: هغه څوک چې له ایمان څخه انکار وکړي، نو یقیناً چې عملونه یې برباد شول او د آخرت په ورځ به له تاوان کوونکو څخه وي.

شرک دومره لویه ګناه چې الله تعالی د اتلس نبیانو له ذکر کولو وروسته فرمایي: ((وَلَوْ أَشْرَكُوا لَحَبِطَ عَنْهُم مَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ)) ژباړه: که چېرته دوی هم شرک وکړي نو یقیناً چې عملونه به یې ضایع شي.

الله تعالی فرمایي: ((وَمَن يَرْتَدِدْ مِنكُمْ عَن دِينِهِ فَيَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌ فَأُولَٰئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَأُولَٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ)) ژباړه: او که تاسو کې چا له خپل دین څخه مخ واړوو او د کفر په حالت کې مړ شو، دا هغه خلک دي چې په دنیا او اخرت به یې عملونه ضایع شي، دوی دوزخیان دی او تل به په دوزخ کې وي.

الله تعالی فرمایي: ((وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَلِقَاءِ الْآخِرَةِ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ هَلْ يُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ)) ژباړه: چا چې زموږ آیتونو او د آخرت په ورځ لېدنه دروغ وګڼله، عملونه به یې برباد شی او دوی ته به د دوی د کړنو بدله ورکړل شي.

د الله تعالی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم نافرماني: الله تعالی فرمایي: ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَلَا تُبْطِلُوا أَعْمَالَكُمْ)) ژباړه: ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی د الله تعالی او د هغه د رسول اطاعت وکړئ او د نافرمانۍ په کولو خپل عملونه مه بربادوئ.

دا هم ولولئ

د قرانکریم دا آیت له هرې بلا او آفت څخه خوندي ساتي

په دې لیکنه کې د یوې داسې دعا په اړه خبرې کوو، چې هغه د …