کورپاڼه / جالب / یو شخص په دې سبب خپلې میرمنې ته طلاق ورکړی چې هغې هره ورځ نه لامبل

یو شخص په دې سبب خپلې میرمنې ته طلاق ورکړی چې هغې هره ورځ نه لامبل

د هند د اتر پردیش ایالت د علي ګړ په سیمه کې یوه ډېره په زړه پورې واقعه رامنځته شوې. هلته یو شخص چې امان نومېده خپلې میرمنې ته په دې سبب طلاق ورکړی، چې هغې هره ورځ نه لامبل.

د هندي رسنیو د راپورونو پر اساس، یوې میرمنې د ګډ ژوند د خوندي ساتلو ادارې ته خپل شکایت کړی. د یادې ادارې یو تن غړی وایي چې دوی داسې شکایت ترلاسه کړی چې یو شخص خپلې میرمنې ته په دې سبب طلاق ورکړی چې هره ورځ یې نه لامبل.

راپور زیاتوي، امان نومي شخص دوه کاله وړاندې واده کړی و، چې اوس دواړه یو ماشوم هم لري. که څه هم میرمنې ته د خاوند له لورې طلاق ورکړل شوی خو هغه بیاهم غواړي چې په خوښۍ دې اړیکې ته دوام ورکړي.

یادې ادارې د ښځې په غوښتنه د هغې له خاوند سره اړیکه نېولې نو هغه ورته وویل چې زه غواړم میرمن ته مې طلاق ورکړم، ځکه چې هغه هره ورځ نه لامبي او کله چې د لامبلو ورته وایم نو جنجال راسره کوي.

هغوی ډېره هڅه وکړه چې د ښځې خاوند پوه کړي چې دا ډېره عادي ستونزه او پرته له طلاق هم حل کېدلی شي او که چېرته بیاهم د دواړو ترمنځ طلاق واقع شي نو دا د ماشوم په روزنه اغېز وغورځوي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …