کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کلکته نایټ رایډرز د ډهلي کپیټلز لوبډلې ته ماتې ورکړه

کلکته نایټ رایډرز د ډهلي کپیټلز لوبډلې ته ماتې ورکړه

د ډهلي کپیټلز لوبډلې که څه هم کلکتې ته د ۱۲۸ منډو آسانه ایښی و، خو په توپ اچونه کې بیا له ښه ځلېدو سربېره هم ونه توانېده چې بریا ترلاسه کړي او له کلکتې یې په درې ویکټو ماتې وخوړه.

هند تجارتي ليګ یا ای پي ایل ۴۱مه لوبه د د ډهلي کپیټلز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، چې کلکتې د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

ډهلي کپیټلز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۷ منډې وکړې، چې له ډلې يې سټیون سمیت ۳۹ او ریشب پنټ ۳۹ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د ډهلي کپیټلز له لورې په توپ اچونه کې وینکټیش ایر، لوکي فرګوسن او سنیل ناراین دوه-دوه لوبغاړي یې وسوځول. دغه راز ټین سوتي یوه ویکټ ترلاسه کړه.

کلکتې یاد هدف په ۱۸.۲ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او ډهلي ته یې په ۳ ویکټو ماتې ورکړه، چې له ډلې شبمن ګیل ۳۰ او نتیش رانا ۳۶ ناسوځېدلې منډې وکړې. د ډهلي لپاره عویش خان درې، رباډا، لالیت یادیو، اشوین او انریچ نورتجي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چې اوس د آی پي اېل په ۴۲مه لوبه کې د ممبۍ انډینز او پنجاب کینګز لوبډلې سره لوبه کوي، چې ممبۍ د پچې تر ګټلو وروسته توپ اچونه کوي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …