کورپاڼه / تجارتي ليګونه / پنجاب د ممبۍ انډینز لوبډلې ته د ۱۳۶ منډو هدف وټاکه

پنجاب د ممبۍ انډینز لوبډلې ته د ۱۳۶ منډو هدف وټاکه

نن ورځ د آی پي اېل لیګ په دویمه لوبه کې ممبۍ او پنجاب لوبډلې سره مخ شوې، چې پنجاب کینګز د ممبۍ انډینز لپاره د ۱۳۶ منډو هدف وټاکه

هند تجارتي ليګ یا ای پي ایل ۴۲مه لوبه د ممبۍ انډینز او پنجاب کینګز لوبډلو ترمنځ په شیخ زائد کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، چې ممبۍ د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

پنجاب په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۵ منډې وکړې، چې له ډلې يې دیپک هوډا ۲۸ او ایدین مارکرام ۴۲ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د ممبۍ له لورې په توپ اچونه کې جسپریټ بومرا او کیرن پولارډ ښه توپ اچونه وکړه او دواړو دوه-دوه لوبغاړي یې وسوځول. دغه راز راهول چاهار، کورنال پانډیا یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چې د پنجاب لوبډلې د ۲۰۲۱ کال په آی پي ایل لیګ کې ۱۰ لوبې کړي او د ۸ نومرو په لرلو په جدول کې پنځم او ممبۍ لوبډلې ۱۰ لوبې کړي او د ۸ نومرو په لرلو اووم مقام لري.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …