کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سکاټلېنډ په یوه ورځنۍ لوبه کې عمان ته ماتې ورکړه

سکاټلېنډ په یوه ورځنۍ لوبه کې عمان ته ماتې ورکړه

د عمان او سکاټلېنډ لوبډلو ترمنځ په یوه ورځنۍ لوبه کې سکاټلېنډ د عمان لوبډلې ته په ۱۸ منډو ماتې ورکړه او سیالي یې پخپل نوم کړه.

دغه لوبه چې د عمان په الامارات کرکټ لوبې کې ترسره شوه، د لوبې پچه د سکاټلېنډ لوبډلې وګټله او خپله یې توپ وهنه غوره کړه، چې په ټاکلو پنځوس اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۳ منډې وکړې.

د سکاټلېنډ لپاره په توپ وهنه کې کیل کویټزر ۶۰ او ریچي برینګټن ۹۷ ترټولو زیاتې منډې وکړې او عمان ته کلیم الله، ذیشان مقصود، خاور علي او عیان خان یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

عمان ونشو کړای چې یاد هدف ترلاسه کړي او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په زیان ۲۵۵ منډې وکړې او په ۱۸ منډو لوبه وبایلله، چې له ډلې یې جتیندر سینګ ۶۴ او سندیپ ۵۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د سکاټلېنډ لپاره په توپ اچونه کې کریس سول درې، مارک واټ، سفیان شریف، حمزه طاهر، مایکل لسیک او کالم میکلوډ یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه. د لوبې غوره لوبغاړی ریچي برینګټن وټاکل شو.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …