کورپاڼه / خبرونه / اصغر، انظمام ته: زه په دې هیله درته دعاوې کوم چې ته به ښه احساس وکړې او ژر به ورغېږي

اصغر، انظمام ته: زه په دې هیله درته دعاوې کوم چې ته به ښه احساس وکړې او ژر به ورغېږي

اصغر افغان د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او مخکښ توپ وهونکي انضمام الحق روغتیا ته، چې نن سهار د زړه د حملې په سبب روغتون ته وړل شوی و، دعا ګو دی.

انضمام الحق، چې له ۱۹۹۲ کال نړیوال راهیسې یې زیات شهرت ترلاسه کړی، د افغان کرکټ ملي لوبډلې روزونکی هم پاتې شوی، چې هغه وخت ملي لوبډله ورسره ډېره ښه شوې هم وه.

د هغه د ناروغۍ خبر له خپرېدو سره که یوې خوا د نړۍ مشهور لوبغاړو هغه ته د ښې روغتیا دعا کړې، نو اصغر افغان هم ددې خبر په اورېدو خپه شوی او هغه ته یې دعاګانې کړي دي.

اصغر افغان لیکلي، محترم روزونکیه! کله چې مې ستا د روغتیا په اړه واورېدل نو ډېر خپه شوم، زه په دې هیله درته دعاوې کوم چې ته به ښه احساس وکړې او ژر به ورغېږي.

د یادولو وړ ده، چې محمد شهزاد هم په خپل رسمي انسټاګرام اکاونټ کې د انضمام الحق سره خپل یو ګډ عکس خپور کړی و او لیکلي یې ول چې د الله تعالی څخه دعا کوم چې تاسې ژر روغتیا ترلاسه کړئ.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …