کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ممبۍ انډینز د پنجاب کینګز لوبډلې ته ماتې ورکړه

ممبۍ انډینز د پنجاب کینګز لوبډلې ته ماتې ورکړه

ممبۍ له دوو پرلپسې ماتو وروسته د میډل آرډر ستونزه حل کړه او د هاردیک پانډیا په ښې توپ وهنې سره پنجاب ته ماتې ورکړه.

هند تجارتي ليګ یا ای پي ایل ۴۲مه لوبه د ممبۍ انډینز او پنجاب کینګز لوبډلو ترمنځ په شیخ زائد کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، چې ممبۍ د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

پنجاب په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۵ منډې وکړې، چې له ډلې يې دیپک هوډا ۲۸ او ایدین مارکرام ۴۲ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د ممبۍ له لورې په توپ اچونه کې جسپریټ بومرا او کیرن پولارډ ښه توپ اچونه وکړه او دواړو دوه-دوه لوبغاړي یې وسوځول. دغه راز راهول چاهار، کورنال پانډیا یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ممبۍ د ۱۳۶ منډو هدف په ۱۹ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په زیان ترلاسه کړ او پنجاب ته یې په ۶ ویکټو ماتې ورکړه، چې سوراب تیواري ۴۵ او هاردیک پانډیا ۴۰ ناسوځېدلې منډې وکړې. د پنجاب لخوا روي بشنو دوه، ناتن ایلس او محمد شامي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چې نن د آی پي ایل لیګ په ۴۳مه لوبه کې د راجستان رایلز او رایل چیلنجر بېنګلور لوبډلې سره مخ کېږي، چې ماښام ۶:۳۰ به سره لوبه وکړي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …