کورپاڼه / کرکټ / د پاکستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس له خپلې دندې استعغاء ورکړه

د پاکستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس له خپلې دندې استعغاء ورکړه

د پاکستان کرکټ کرکټ بورډ (پي سي بي) اجراییوي رییس وسیم خان له خپلې دندې استعفاء ورکړه. هغه تېره ورځ خپله استعفاء د عمومي رییس رمیز راجه ته وړاندې کړه.

د پاکستاني رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د پاکستان کرکټ اجراییوي رییس وسیم خان تېره ورځ له خپلې دندې استعفاء ورکړه. ویل کېږي چې هغه په دنده کې له محدویتونه ناخوښ و.

راپور زیاتوي چې نن ورځ به په یاد کرکټ بورډ یوه غونډه دایره شي او د نوموړي د استعفاء په اړه به پرېکړه وکړي. باید یاده کړم چې د وسیم خان کاري موده د تېر کال په لومړیو کې پای ته رسېدلې ده.

راپور وایي، کله چې د پاکستان پخوانی لوبغاړی رمیز راجا د پاکستان کرکټ بورډ مشر شو، له هغې وروسته هغه له وسیم خان سره ناسته وکړه او پر لایحه یې د عمل کولو پر سر بحث وکړ.

راپور دغه ددې لېدنې په اړه ویلي دي چې رمیز راجا له وسیم خان ته دوه میاشتې وخت ورکړی ترڅو د راتلونکې په اړه پرېکړه ورته واوروي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …