کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د نیپال لیګ کې د عظمت الله عمرزي لوبډلې لوبه وبایلله

د نیپال لیګ کې د عظمت الله عمرزي لوبډلې لوبه وبایلله

د نیپال غوره لیګ سیالۍ، چې په اېوریسټ لیګ سره هم یادېږي او د خرابې هوا په سبب ځنډېدلې وې، نن بیا پیل شوې او پوکارا رهینوس او لالیټپور پاتروتس لوبډلې سره په لوبه کې مخ شوې.

دغه لوبه چې د هوا د خرابوالي په سبب ۷ اورونو ته راښکته شوې وه، د لوبې پچه پوکارا رهینوس لوبډله وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه. لالیټپور پاتروتس په ټاکلو اوو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۵۱ منډې وکړې.

د لالیټپور پاتروتس سره افغان لوبغاړی عظمت الله عمرزی هم و، چې په توپ وهنه کې یې یوازې یوه منډه وکړه او ددې لوبې ویکټ ساتونکي سندن ویراکودی ۱۹ ترټولو زیاتې منډې وکړې او پوکارا رهینوس لپاره نندن یادیو درې ویکټې ترلاسه کړې.

د پوکارا رهینوس لوبډلې یاد هدف په ۶.۳ اورونو کې د یو لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ او په نهو ویکټو یې ماتې ورکړه، چې له ډلې یې ریچارډ لیوي ۳۸ منډې جوړې کړې.

د لالیټپور پاتروتس لپاره یواځینۍ یوه ویکټ عظمت الله عمرزي ترلاسه کړه، هغه په دوه اورونو کې ۱۱ منډې ورکړې. د لوبې غوره لوبغاړی نندن یادیو ونومول شو.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …