کورپاڼه / کرکټ / سچن ټنډولکر انضمام الحق لپاره د ښې روغتیا دعا کړې

سچن ټنډولکر انضمام الحق لپاره د ښې روغتیا دعا کړې

د کرکټ نړۍ افسانوي لوبغاړی او هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر سچن ټنډولکر د انضمام الحق لپاره د نېکو هېلو څرګندونه کړې ده.

د کرکټ نړۍ ترټولو غوره توپ وهونکي سچن ټنډولکر د ټولنیزو رسنیو پر ویبپاڼه ټویټ کړی دی او هلته یې د پاکستان پخواني لوبډلمشر لپاره د نېکو هېلو څرګندونه کړې او د هغه د روغتیا لپاره یې دعا کړې.

هغه په خپل ټویټ کې ویلي دي، انضمام الحق تاسې تل په ډګر ساتنه کې چوپ خو مبارزه کوونکي وئ، زه هیله لرم او زما دعا هم داده چې تاسې به له دې حالت څخه ژر ووځئ.

د یادولو وړ ده چې تېره ورځ انضمام الحق د زړه حملې په سبب روغتون ته وړل شوی و، چې بیا یې عملیات ترسره شول او کور ته رخصت کړل شو.

د هغه د روغتیا لپاره د نړۍ مشهورو لوبغاوړو پر ټولنیزو رسنیو دعاګانې کړي، چې د افغان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر اصغر افغان او محمد شهزاد هم ورته د دعا لاسونه لپه کړي دي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …