کورپاڼه / جالب / په هند کې د امبولانس هارن په موسیقۍ بدلېږي

په هند کې د امبولانس هارن په موسیقۍ بدلېږي

په هند کې پلان شوې ده چې د امبولانس د ځانګړي هارن د غږ پرځای به د دودیزې طبلې او سرني موسیقې غږول کېږي، چې دغه پلان به د هند له پایتخت ډهلي څخه پیل مومي.

دغه پلان په دې وروستیو کې د نوي ډیلي د سړک ترانسپورت وزیر نیتین ګډکري لخوا په یوه بیان کې تایید شوی. هغه ویلي چې د امبولانس د هارن غږ پر خلکو ناوړه اغېز کوي.

خو د سرني، طبلې او هارمونیم په څېر د موسیقې آلې او غږونه یې پر خلکو ښه اغېز کوي. هغه زیاته کړې ده چې وزارت یې د بېلابېلو سرونو له څېړنې کړې او ډېر ژر به یې ځای ونیسي.

د یادولو وړ ده چې د امبولانس ځانګړي غږ موخه داده چې ترڅو شاوخوا خلک او موټرې له حالت څخه خبرې کړي ترڅو لار پرېږدي او امبولانس ځای ته ورسېږي.

ښایي د سرني، طبلې او هارمونیم غږونه او موسیقي خلک ساتېری وګڼي او خلک یې د خطر حالت ونه ګڼي، خو بیاهم دا خبرې کول به له وړاندې وي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …