کورپاڼه / خپلواک / د اسټراليا له لاسه پاکستان بله شرموونکې ماته هم وخوړه
پاکستان او اسټراليا

د اسټراليا له لاسه پاکستان بله شرموونکې ماته هم وخوړه

خپلواک وېبپاڼه (۲ دسمبر ۲۰۱۹): تر شل اوريزو لوبو لوبلړۍ وروسته اسټراليا لوبډلې پاکستان لوبډلې ته په دوه ټېسټ سياليو لوبلړۍ کې هم شرموونکې ماته ورکړه او په دې سره پاکستان يو بل ريکارډ هم په خپل نوم کړ، چې په پرلپسې ډول يې په يو هېواد کې ۱۴ ټېسټ سيالۍ وبايللې.

د اسټراليا او پاکستان ترمنځ په دويمه ټېسټ سيالۍ کې چې د اسټراليا په ايډلايډ کې ترسره شوه، د اسټراليا لوبډلې پچه وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.

د اسټراليا له لوري په زړه پورې توپوهنه ترسره شوه چې ډيويډ وارنر پکې د خپل ژوند تر ټولو ښه پاڼۍ ترسره او ۳۳۵ ناسوځېدلې منډې يې ترلاسه کړې. اسټراليا د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۵۸۹ منډې کړې وې چې خپله پاڼۍ يې ډيکلير يا ختم کړه.

د پاکستان له لوري شاهين اپريدي ۳ ويکټې ترلاسه کړې.

پاکستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۳۰۲ منډې وکړې، چې یاسر شاه ۱۱۳ او بابر اعظم ۹۷ منډې وکړې. همدا راز د اسټراليا له لوري مچل سټارک ۶ او پاټ کومنز ۳ لوبغاړي وسوځول.

پاکستان له فالو ان سره مخ شو، چې خپله دويمه پاڼۍ يې هم پيل کړه او وې نه شول کولای چې په خپله دويمه پاڼۍ کې هم د اسټراليا د يوې پاڼۍ منډې پوره کړي. په دويمه پاڼۍ کې پاکستان ۲۳۹ منډې وکړې چې له ډلې يې شان مسعود ۶۸ او اسد شفيق ۵۷ منډې وکړې. د اسټراليا له لوري بيا ناتن ليون ۵ او جوش هازلووډ ۳ ويکټې ترلاسه کړې.

په دې سره اسټراليا په دويمه ټېسټ لوبه کې د يوې پاڼۍ او ۴۸ منډو سره پاکستان ته ماته ورکړه او په لوبلړۍ کې يې پاکستانۍ لوبډله وايټ واش ماته کړه. په لومړۍ ټېسټ لوبه کې هم اسټراليا پاکستان ته په يوه پاڼۍ او ۵ منډو ماته ورکړې وه.

د لوبې د غوره لوبغاړي او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه ډيويډ وارنر ته ورکړل شوه.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …