کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د برهوا ګلډیټورز لوبډلې د اېوریسټ سیالیو اتمه لوبه وګټله

د برهوا ګلډیټورز لوبډلې د اېوریسټ سیالیو اتمه لوبه وګټله

له دریو ورځو پرلپسې ځنډ او خرابې هوا وروسته د نن ورځ د اېوریسټ سیالیو په دویمه لوبه کې د برهوا ګلډیټورز لوبډلې بریا ترلاسه کړه.

د نیپال غوره لیګ د اېوریسټ سیالیو په ۸مه لوبه کې برانتنګتر وایررز او برهوا ګلډیټورز لوبډلې سره مخ شوې، چې د لوبې پچه برهوا ګلډیټورز لوبډلې وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

برانتنګتر وایررز لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۸۹ منډې وکړې او برهوا ګلډیټورز ته یې د ۹۰ منډو هدف وټاکه، چې دلشن موناویرا ۲۵ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د برهوا ګلډیټورز لخوا په توپ اچونه کې دممیکا فرسید او اصف شیخ ښه تمام شو او درې- دورې ویکټې یې ترلاسه کړې، دغه راز ابینش بوهرا دوه، کریشنا کارکي او دروګیش ګپتا یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

برهوا ګلډیټورز لوبډلې یاد هدف په ۱۵.۳ اورونو کې د څلور لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ، چې له ډلې یې اپول ترنګا ۳۴ ترټولو زیاتې منډې وکړې. برانتنګتر وایررز لخوا رامناریش ګیري دوه، بسنت ریګمي او کرن کی سي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …