کورپاڼه / خبرونه / په دې اوونۍ کې به استرالیا له افغانستان سره یواځینۍ ټیسټ لوبه رسماً لغوه کړي

په دې اوونۍ کې به استرالیا له افغانستان سره یواځینۍ ټیسټ لوبه رسماً لغوه کړي

استرالیا کرکټ بورډ ویلي دي چې په روانه اوونۍ کې له افغانستان سره یواځینۍ ټیسټ لوبه ځنډوي، دا اعلان وروسته له هغې کېږي چې څه موده وړاندې افغانستان ته د لوبې د لغوه کېدو ګواښ کړی و.

د استرالیا کرکټ بورډ ویلي ول، ترهغې چې افغان حکومت د ښځو کرکټ ته اجازه ورنه کړي، نو دوی به له افغانستان سره یواځینۍ ټیسټ لوبه ونه کړي او د ټیسټ لوبو لوبډلمشر یې حتی دا هم ویلي ول چې افغانستان ته دې په نړیوال جام کې اجازه نه ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان کرکټ له سختو ننګونو سره مخ او د راتلونکې نومبر میاشت د کرکټ نړیوال شورا هم د افغانستان په غونډه کوي.

د کرکنپوه د راپور پر اساس د استرالیا کرکټ بورډ ویاند منلې ده چې د استرالیا او افغانستان یواځینۍ لوبه چې د نومبر میاشت په ۲۷مه نېټه هوبرټ کې مهالویش شوې، په دې اوونۍ کې په رسمي توګه تر نامعلومې نېټې پورې ځنډوي.

هغه ویلي چې د افغانستات حکومت دې د نارینه وو ترڅنګ د ښځو کرکټ ته هم پام وکړي. بل لوري د افغانستان کرکټ رییس فضلي ویلي ول چې دوی د ښځو کرکټ ته ژمن دي او د استرالیا پر وړاندې لوبې کول ته هیله مند دی.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …