کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راجستان د رایل چیلنجر بېنګلور لپاره د ۱۵۰ منډو هدف کېښود

راجستان د رایل چیلنجر بېنګلور لپاره د ۱۵۰ منډو هدف کېښود

نن راجستان ریلز یو ښه پیل واخیسته او د یو ستر هدف اراده یې لرله، خو د چاهل او هرشل پټیل ښې توپ اچونې ورته اجازه ور نکړه او بېنګلور ته یې د ۱۵۰ منډو هدف کېښوده.

هند تجارتي ليګ یا ای پي ایل ۴۳مه لوبه د رایل چیلنجر بېنګلور او راجستان رایلز لوبډلو ترمنځ په دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، چې بېنګلور د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

راجستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۹ منډې وکړې، چې له ډلې يې ایون لویس ۵۸، یشوي جیسوال ۳۱ او سنجو سامسون ۱۹ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د بېنګلور له لورې په توپ اچونه هرشل پټیل بیا ښه وځلېده او دواړو درې لوبغاړي یې وسوځول. دغه راز چاهل او شهباز احمد دوه-دوه، جورج ګارټن او دن کریسټن یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چې د بېنګلور لوبډلې د ۲۰۲۱ کال په آی پي ایل لیګ کې ۱۰ لوبې کړي او د ۱۲ نومرو په لرلو په جدول کې دریم او راجستان لوبډلې ۱۰ لوبې کړي او د ۸ نومرو په لرلو اووم مقام لري.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …