کورپاڼه / بېلا بېل / د هند یوې نولس کلنې انجلۍ د یو کال او دوه میاشتو په موده د قرانکریم خطاطي بشپړه کړه

د هند یوې نولس کلنې انجلۍ د یو کال او دوه میاشتو په موده د قرانکریم خطاطي بشپړه کړه

د سویلي هند د کیریلا ایالت د کنور ښار اوسیدونکې نولس کلنه فاطمه له ماشومتوب څخه د خطاطۍ شوق لري، هغې به کله ناکله د قرانکریم آیتونه خطاطي کول او والدینو ته به یې ښودل او هغوی به ډېر خوشحاله کېدل.

فاطمه صهبا چې ډېره شرمندوکي او خاموشه انجلۍ ده، خپله خطاطي یې په لېونتوب بدله کړې او د یو کال او دوه میاشتو په موده دننه یې د قرانکریم د خطاطۍ په کولو نه یوازې د خپلې کورنۍ زړه ګټلی، بلکې د بې شمېره نورو کسانو زړونه یې هم ترلاسه کړي.

هغه په لسم ټولګي کې وه، چې د نورو هنرونو ترڅنګ یې د خپلې خطاطۍ وړتیاوې ته هم پام وکړو او د لا ښه والي لپاره یې پرې کار وکړ. اوس هغه په عمان کې استوګنه وه او له ښوونځۍ څخه وروسته ډېر وخت خطاطي کوله.

هغې ویلي چې دا زما هیله وه چې د خپلې خوښې کتاب یعنې قرانکریم خطاطي کړم او څومره چې ژر کېږي باید دا کار وکړم. تېر کال مې یوه سیپاره خطاطي کړه او خپلې کورنۍ او ملګرو ته مې وښوده او هیله مې څرګنده کړه چې زه به ټول قرانکریم خطاطي کوم، والدین مې خوشحاله شول او دا یې هم راته وویل فکر پرې وکړه، ډېره خواري غواړي.

کله چې هغه له لسم ټولګي فارغه سوه نو خپلو والدینو او دوو کوچنیو ورونو سره بېرته هند ته راغلل او د کنور په کوډاپارمبا ښار کې یې ژوند غوره کړ. کله چې فاطمې د قرانکریم خطاطي کول غوښتل نو پلار یې د اسلامي علومو یو استاد ته مراجعه وکړ او د هغه له اجازې وروسته خطاطي پیل کړه.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …