کورپاڼه / خبرونه / افغانستان کرکټ بورډ د نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې لپاره مالي ملاتړی موندلی دی

افغانستان کرکټ بورډ د نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې لپاره مالي ملاتړی موندلی دی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله چې د نړۍ مخکښو په لرلو سربېره بیاهم له ډېره وخته کوم مالي ملاتړی نه لري، اوس ویل کېږي چې کرکټ بورډ د نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې لپاره مالي ملاتړی موندلی دی

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم له یو هندي شرکت سره د نړیوال جام د سپانسر کولو لپاره په دوه سوه پنځوس زره ډالرو تړون لاسلیک شوی و.

خو په کرکټ بورډ د بدلونونو په ځانګړي توګه د اجراییوي رییس ډاکتر حامد شینواري لېرې کېدل، ددې لامل شو، چې هندي شرکت له یاد تړون څخه لاس په سر شي.

خو د معلوماتو پر اساس ویل کېږي، چې کرکټ بورډ دغه تشه ډکه کړې او له یوه شرکت سره په نړیوال کې د افغاستان د مالي ملاتړ په اړه خبرې کړي چې تر ډېره مثبتې هم دي.

دا چې دغه تړون به څه ډول وي، له چاسره به شوي وي او په کوم شرایطو او د څومره روپیو په بدل کې به شوی وي؟ دا هغه پوښتنې دي چې تر اوسه یې په اړه هیڅ نه ویل کېږي او ښایي په رسمي توګه ددې تړون اعلان ډېر ژر ترسره شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …