خپلواک وېبپاڼه (۲ دسمبر ۲۰۱۹): د نېپال ښځينه لوبډلې توپ اچونکې انجلي چاند نوی نړيوال ريکارډ جوړ کړ، هغې په نړيواله شل اوريزه لوبه کې پرته د کومې منډې ورکولو ۶ لوبغاړي وسوځول او ستر ريکارډ يې په خپل نوم کړ. هغې دا کارنامه د مالديپ ښځينه لوبډلې پر وړاندې ترسره کړه چې یوازې په ۱۳ توپونو يې ۶ لوبغاړي وسوځول او کومه منډه يې ورنه کړه.
۲۴ کلنې ورو توپ اچونکې په نړيوالو شل اوريزو په يوه لوبه کې د غوره توپ اچونې ريکارډ په خپل نوم کړ، چې په ښځينه او نارینه دواړو برخو کې دا تر ټولو ستر ريکارډ دی.
د نېپال دغه توپ اچونې ۶ واړه لوبغاړې په صفر وسوځولې، همدا راز نوموړې په پرلپسې توپونو باندې درې لوبغاړې هم وسوځولې او هېټريک يې هم ترسره کړ.
انجلي چاند د ملېزيا د ماس ايليسا ريکارډ مات کړ، هغې د ۶ منډو په ورکولو سره ۳ لوبغاړي سوځولي و او دغه ريکارډ يې د ۲۰۱۹ کال په جنورۍ مياشت کې د چين ښځينه لوبډلې پر وړاندې ترسره کړی و.
WORLD RECORD ALERT ⚠
Nepal’s #AnjaliChand has taken 6-0 against @maldivescricket in ongoing 13th #SAG2019, 2.1-2-0-6 is the best bowling figures in Women’s T20Is.
Maldives: 16/10 at 10.1 overs
Nepal: 17/0 at 0.5 overs
Nepal won Maldives by 10 wickets with 115 balls remaining. pic.twitter.com/VBNTXXBeXo— Nepal Cricket (@Nepal_Cricket) December 2, 2019
د نارينه و په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې بيا د هند ديپک چاهار د غوره توپ اچونې ريکارډ په خپل نوم لري. نوموړي د بنګله دېش پر وړاندې تېره مياشت د ۷ منډو په بدل کې ۶ لوبغاړي وسوځول، چې يو يې هېټريک هم وکړ، يعنې پرلپسې په درې توپونو درې لوبغاړي سوځول.
د نېپال او مالديپ ترمنځ په دغه شل اوريزه لوبه کې يوه لوبډله هم په دې ونه توانېدله چې ۲۰ پورې منډې ترلاسه کړي. د مالديپ ښځينه لوبډلې په ۱۰.۱ اورونو کې د ټولو په سوځېدو يوازې ۱۶ منډې وکړې، چې حمزه نياز پکې ۹ زياتې منډې وکړې.
ياد هدف د نېپال ښځينه لوبډلې په ۵ توپونو باندې پوره کړ او لوبه کې يې بريا خپله کړه. کاجل شريشتا ۱۳ منډې وکړې او ۴ اضافي منډې هم ورکړل شوې او په دې سره يې لوبه وګټله.