کورپاڼه / خبرونه / ضیاء الرحمن اکبر دا ځل له اینسډیل کلب سره تړون لاسلیک کړ

ضیاء الرحمن اکبر دا ځل له اینسډیل کلب سره تړون لاسلیک کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې او کورني کرکټ تکړه کیڼ لاسی ورو توپ اچونکي ضیاءالرحمن اکبر، دا ځل د ۲۰۲۲م کال لپاره د انګلستان له اینسډیل کلب سره تړون لاسلیک کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې نوموړي څه موده وړاندې د انګلستان سفر پای ت ورساوه، هغه په سږني کال کې له لایتم کرکټ کلب سره تړون کړی، چې خپل سفر یې په بریا سره سرته رسولی هم و.

ضیاء د لایتم کرکټ لوبډلې سره شپاړس ۱۶ یوه ورځنۍ لوبې وکړې چې د څه کم ۷ منډو په اوسط یې ۸۵ لوبغاړي سوځولي ول. هغه ۱۲ ځلې ۵-۵ لوبغاړي هم سوځولي ول او تر ټولو ښه توپ اچونه یې د ۳۶ منډو په ورکولو سره د ۹ لوبغاړو سوځول دي.

باید یاده کړم چې د انګلستان د کورنیو سیالیو یوه ورځنۍ لوبې هم د څلور ورځنیو سیالیو په بڼه ترسره کیږي، چې په په یوه ورځنۍ لوبو کې سور او شل اوریزو کې بیا ګلابي توپ کارول کېږي.

دغه لوبې که له یوې خوا د لوبغاړو لپاره مادې ګټې هم لري، ترڅنګ هېواد ته ډېرې نوې تجربې هم راوړي او زموږ د راتلونکي کرکټ لپاره ډېر ګټور تمامېږي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …