کورپاڼه / ليکنې / د نېکۍ پایله پرته له نیکۍ نور څه کېدلی شي

د نېکۍ پایله پرته له نیکۍ نور څه کېدلی شي

انسان چې په ژوند کې هر کار کوي، هغه که ښه وي یا خراب، هغه حتماً اغېز لري خو یا به ژر څرګندېږي او یا په ځنډ سره. لکه څنګه چې لمر ځلېږي نو اغېز پر ځمکه څرګند وي.

خو که چېرته وریځې باران ووروي نو اغېزې ضرور پر ځمکه پرېوځي، یعنې د فزیک هماغه قانون پر هر شي د تطبیق وړ دی، چې هر عمل عکس العمل لري یا د پښتو متل دی چې څه کرې هغه به ریبې.

په خپل ژوند کې تل هغه کارونو ته لومړیتوب ورکړئ، کوم کارونه چې د الله تعالی د رحم او کرم سبب کېږي، ځکه چې زموږ خوښۍ، خوشحالۍ او بریالیتوبونه ټول د الله تعالی رحم او کرم پورې تړلي دي.

دغه راز له هغه کارونه ځان وساتو چې د هغې په سبب د الله تعالی رحم او کرم ختمېږي او د رحمت دروازې بندېږي، ځکه چېرته داسې وشول نو زموږ د تباهۍ او بربادۍ ورځې پیل شوې.

تل له نورو سره نېکۍ نېکي وکړئ او هغوی سره نېکي کول له ځان سره نیکي کول دي. نورو ته کندې کېندل ځانته ستونزې پیدا کول دي او دا ستونزې داسې وي چې موږ به پرې پوهېږو هم نه، نو هڅه وکړئ له نورو سره نیکي وکړئ، ځکه قران کې راځي، د نېکۍ پایله پرته له نیکۍ نور څه کېدلی شي.

دا هم ولولئ

د میلیاردرو اشخاصو درې عادتونه

ټول ژوند زده کړه کوي: زیاتره میلیاردر اشخاص ځان جوړوونکي وي، دوی د نړۍ او هیواد …