کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د محمد شهزاد لوبډلې په اېوریسټ سیالیو کې بریا خپله کړه

د محمد شهزاد لوبډلې په اېوریسټ سیالیو کې بریا خپله کړه

نن د اېوریسټ سیالیو په لړ کې د رحمن الله ګربز لوبډله کتماندو کینګز او د محمد شهزاد او کریم جنت لوبډله چیتوان ټایګرز سره مخ شوې، چې د شهزاد دې لوبډلې پکې بریا ترلاسه کړه.

د نیپال غوره لیګ چې د اېوریسټ سیالیو په نوم هم یادېږي نن یې په نهمه لوبه کې د کتماندو کینګز او چیتوان ټایګرز لوبډلې سره مخ شوې، چې چیتوان ټایګرز د پچې تر ګټلو وروسته توپ اچونه غوره کړه.

کتماندو کینګز په ټاکلو شل اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۱ منډې وکړې، چې له ډلې یې سوباش خاکورل ۳۵، راجو راجال ۲۸ او جانک پراکاش ۲۶ منډې وکړې. رحمن الله ګربز بیا یوازې ۵ منډې وکړې. د چیتوان لپاره ساګر داکال څلور او کریم جنت دوه ویکټې ترلاسه کړې.

د چیتوان لوبډلې یاد هدف په ۱۸.۴ اورونو کې د اوه لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او کتماندو لوبډلې ته یې په درې ویکټو ماتې ورکړه، چې محمد شهزاد ۱۷، کریم جنت ۲۱ او راجیش پولامي ۲۶ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د کتماندو له لورې ریان برل او جیتندرا موکیا دوه-دوه، جانک پراکاش، ګلسن جیا او سندیپ لمیچاني یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …