کورپاڼه / بېلا بېل / څنګه په مینه کې له ناکامۍ وروسته ځان له ځور څخه وساتو؟

څنګه په مینه کې له ناکامۍ وروسته ځان له ځور څخه وساتو؟

د یوې څېړنې پر اساس ویل کېږي چې په مینه کې ناکامېدل او خپل هدف ته نه رسېدل د زړه د حملې هومره خطرناک ګڼل کېږي، خو اوس یوې استرالیایي کارپوهې خلکو ته ځینې مشورې ورکړي ترڅو له یاد ځور څخه ځان وساتلی شو.

د میل انلاین ویبپاڼې د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د استرالیا د پرت ښار اوسیدونکې ګیبي ګوډیر په نوم کارپوهې ویلي کله چې تاسې په مینه کې ناکام شئ نو دغه وخت اړتیا وي چې له ذهن څخه زهرجن فکرونه او احساسات وباسو او مثبتو فکرونو ته ځای ورکړو.

په مینه کې له ناکامۍ وروسته پر دماغو هماغه حالت راځي لکه د ک.وکینو یو روږدی چې نشه پرېږدي. نو لکه څنګه چې یو شخص نشه پرېږدي نو اړینه ده چې بیا ورته پام هم ونه کړي، نو په مینه کې له ناکامۍ وروسته هڅه مه کوئ چې خپل محبوب وګورئ.

هغې زیاته کړې چې پنځه داسې کړنې دي، چې د هغې په ترسره کولو تاسې په مینه کې د ناکامۍ به ځور څخه ډېر ژر راباسي، په دې پنځه کارونو کې له ملګرو او خپلوانو سره ډېر وخت تېرول، چکر وهل، پر ټولنیزو رسنیو کم وخت تېرول، اته ساعت خوب او ښه خوراک شامل دي.

نوموړې ویلي دي چې خلک په مینه کې له ناکامۍ وروسته یوازیتوب غوره کوي او د دا ډول خلکو له یاد حالت څخه راویستل ترټولو ستونزمن کار دی.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …