خپلواک وېبپاڼه (۲ دسمبر ۲۰۱۹): اسټراليا يو ځل بيا پاکستان ته په لوبلړۍ کې وايټ واش ماته ورکړه او همدا راز د دوه ټېسټ لوبو په لوبلړۍ کې يې ورته په دواړو لوبو کې په يوه پاڼۍ او منډو باندې ماته ورکړه.
د پاکستان د دغه شرموونکې ماتو وروسته پاکستانيانو د پاکستان پر لوبډلې، غوراوي کمېټې، روزونکي او همدا راز د پاکستان پر کرکټ بورډ سختې نيوکې روانې کړې دي او همدا راز دا ټوکه تر ټولو زياته په ټويټر کې خپرېږي، چې پاکستان يو ځل بيا دوه پاڼۍ لوبه ترسره کړه، خو اسټراليا ته يې دويمه پاڼۍ لوبه ورنکړه.
د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي شعېب اختر په خپل ټويټر ليکلي دي، چې قصور د لوبغاړو نه دی، بلکې د هغه چا دی چې دا لوبغاړي يې غوره کړي دي.
جب تک پنجاب کے بےایمان کرکٹر رہیں گے ٹیم میں تو یہ ہی حال رہے گا پاکستانی کرکٹ ٹیم کا۔
شیر شیر ہوتا ہے شعیب صاحب۔
اگر ١٠٠ کتوں کو لیڈ کرے تو وہ بھی شیر کی طرح لڑتے ہیں۔
مگر جب ایک کتے کو ١٠٠ شیر کا لیڈر بنا دیا جاۓ تو وہ بھی کتے ہی ہو جاتے ہیں۔#PAKvsAUS https://t.co/zsFp5TLhPt— Zarqoon (@Zarqoon9) December 2, 2019
د شعېب اختر همدغه ټويټ ته يو کس په ځواب کې ليکلي دي، چې تر څو پورې د پنجاب بې ايمانه لوبغاړي وي، نو د پاکستان د کرکټ به همدغه حال وي.
د مصرور عباسي په نوم د کرکټ يو مينه وال ليکلي دي، چې د پاکستان کرکټ لوبډلې لوبډلمشر اظهر علي په خپل تازه بيان کې ويلي دي، چې که مې مچل سټارک او ډيويډ وارنر د سډني په سرکونو راکش نه کړل، نو زما نوم به هم اظهر علي نه وي.
مچل اسٹارک اور ڈیوڈ وارنر کو سڈنی کی سڑکوں پر نہ گھسیٹا تو میرا نام بھی اظہر علی نہیں #PAKvsAUS
— Masroor Abbasi (@masroorabbasi3) December 2, 2019
يو کس خو بيا د اسټراليا او پاکستان د لوبې سکور کارټ نه سکرين شاټ اخيستی او شئير کړی يې دی، خو په دغه سکور کارټ کې جالبه خبره دا ده، چې په سر کې يې ورته ليکلي دي، چې په اسټراليا کې له ماشومانو سره د تېري يوه بله پېښه ترسره شوه.
#PAKvsAUS again pic.twitter.com/53Pu50CG9W
— پاکستان ہماری جان🇵🇰 (@SariaSiddiqui) December 2, 2019
محمد شهروز بيا د پاکستاني لوبغاړي امام الحق يو انځور خپور کړی دی، چې په لوبغالي کې د لوبې د ليدو پر مهال يو کس سره په څه خبره ډېر خاندي. هغه دغه عکس ته ليکلي دي، چې خلک سخت خپه دي او امام مستۍ کوي. هغه مخکې ليکي، چې که لوبه بايلي او که يې ګټي، خو دا حرامخواره خو په لکونو روپۍ اخلي.
قوم سوگ میں امام موج میں
جیتو یا ہارو لاکھوں روپے میچ فیس مل رہی ہے ان حرام خوروں کو.#PAKvsAUS #Cricket #Misbah #AUSvsPAK pic.twitter.com/Q3sYPlIxue— Muhammad Shehroz 🇵🇰 (@Iam_Shehroz) December 2, 2019
د واجد علي په نوم يو کس ليکلي دي، چې پاکستان يو ځل بيا لوبه وبايلله. د پاکستان لومړي وزير ته پکار دي چې د کرکټ لوبډله ختمه کړي او دوی ته چې څومره پېسې ورکول کېږي، دا بايد په بل کوم ښه ځای کې ولګول شي.
پاکستان آج پھر میچ ہار گیا عمران خان کو چاہیئے کہ اب پاکستانی کرکٹ ٹیم کو ختم کردے کیونکہ جتنی تنخواہ ہم انہیں دیتے ہیں اگر اس تنخواہ کا استعمال اچھی جگہ ہوجاۓ تو زیادہ فائدہ ہے کیونکہ ان لوگوں نے تو بچی کُچھی عزت بھی گنوا دی ہے.#PAKvAUS
— Wajid Ali (@wajidali_10) December 2, 2019
د پاکستان په دغه شرموونکې ماته د پاکستان خلک سخت غصه دي او له حکومت نه غوښتنه کوي چې مسوول کسانو ته دې سزا ورکړل شي.