کورپاڼه / روغتيا / د سګریټ څکولو یو بل زیان هم په ګوته شو

د سګریټ څکولو یو بل زیان هم په ګوته شو

سګریټ څکول د سږو، زړه او د بدن نورو غړو روغتیا ته د زهرو مثال لري، خو اوس یوه متخصص ډاکټر د غاښونو لپاره یې هم یو ډېر خطرناک او نه جبرانېدونکی زیان په ګوته کړی دی.

د دی سن ورځپاڼې د راپور پر اساس ویل کېږي، چې ډاکتر مریم هادین د یوه سګریټ څکونکي د غاښونو معاینات ترسره کړي او د معایناتو پر وخت یې ترې عکسونه او پر ټولنیزه رسنۍ خلکو ته ښودلي دي.

راپور زیاتوي چې په تصویرونو کې لېدل کېږي چې د ناروغ شخص د غاښونو بهرنۍ او دننه برخه توره شوي وي او مخامخ غاښونه یو څه صاف تر سترګو کېږي.

په ویډیو کې ډاکتر مریم ویلي دي، کله چې خلک خپل غاښونه برش کوي نو پاسنۍ او شاتنۍ برخو ته یې هیڅ پام نه کوي، چې بیا د سګریټ څکولو په سبب تورېږي او بالاخره ګنده او له کاره لوېږي.

مریم زباتوي، په ورځ کې دوه ځلې په برش کولو سره پر غاښونو خیره نه پاتې کېږي، خو د سګریټ څکونکو لپاره دا ممکنه نه وي چې هغوی له هر سګریټ وروسته غاښونه برش کړي، چې بیا یې غاښونو ژېړ او تورېږي او بالاخره ګنده او له کار ولوېږي هم دا د ژامې لپاره هم خطرناک کېږي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …