کورپاڼه / تجارتي ليګونه / عظمت الله عمرزي ښه وځلېده؛ لوبه یې مساوي شوه

عظمت الله عمرزي ښه وځلېده؛ لوبه یې مساوي شوه

نن د اېوریسټ سیالیو په لړ کې د عظمت الله عمرزي لوبډله (لالیټپور پاتروتس) او برهوا ګلډیټورز سره مخ شوې، چې د لوبډلې پکې بریا ترلاسه کړه.

د نیپال غوره لیګ، چې د اېوریسټ سیالیو په نوم هم یادېږي، نن یې په لسمه لوبه کې د لالیټپور پاتروتس او برهوا ګلډیټورز لوبډلې سره مخ شوې، چې برهوا ګلډیټورز د پچې تر ګټلو وروسته توپ اچونه غوره کړه.

لالیټپور پاتروتس په ټاکلو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۷ منډې وکړې، چې له ډلې یې عظمت الله عمرزي ښه توپ وهنه وکړه او ۴۲ منډې یې وکړې. دغه راز سندن ویراکودی ۵۸ منډې جوړې کړې. د برهوا لخوا ابینیش بوهرا دوه ویکټې ترلاسه کړې.

د برهوا ګلډیټورز لوبډلې ورته په ځواب کې هم د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۷ منډې وکړې او لوبه یې مساوي پای ته ورسېده.

د برهوا لخوا اپول ترنګا ښه وځلېده، هغه د خپلې لوبډلې په ګټه ۶۷ منډې جوړې کړې. دغه راز د لالیټپور پاتروتس لپاره بیا راشد خان درې او ریجان داکال دوه ویکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …