کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ای پي ایل د کتونکو شمېر ۳۸۰ میلیونو ته رسېدلی
راشد خان

د ای پي ایل د کتونکو شمېر ۳۸۰ میلیونو ته رسېدلی

د هند تجارتي لیګ یا ای پي ایل سیالۍ د نړۍ هغه لوبې دي چې ډېر زیات مینه وال لري او اوس په روان لیګ کې یې د کتونکو په شمېر کې لا ډېر زیاتوالی راغلی دی.

د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل چې په هند کې د کورونا له امله په نیمايي کې ځنډېدلی و، اوس په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي او ویل کېږي چې د ټلویزیون کتونکي یې ۳۸۰ میلیونو ته رسېدلي دي.

په دې اړه د هند کرکټ بورډ سیکرتري جی شاه ټویټ کړی دی. هغه په خپل رسمي اکاونټ کې په یو ټویټ کې ویلي دي، چې د مینه والو سره د خوشحالۍ دا خبر خپروي چې د ای پي ایل کتونکي ورځ تر بلې زیاتېږي.

نوموړي لیکلي دي چې د ای پي ایل د ۳۵مې لوبې پورې د دغه سیالیو کتونکي د ټلویزیون له لارې ۳۸۰ میلیونو ته رسېدلي دي. هغه د هند کرکټ بورډ، سټار سپورټس او ای پي ایل څخه مننه هم کړې ده.


نوموړي دا هم لیکلي دي چې د تېر ۲۰۲۰ کال په پرتله د ای پي ایل کتونکي د ټلویزیون له لارې ۱۲ میلیونه زیات شوي دي. د یادولو ده چې له دې پرته د انټرنېټ له لارې هم ډېر خلک د ای پي ایل سیالۍ ګوري.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …