کورپاڼه / تجارتي ليګونه / چینای سوپر کینګز لوبډلې حیدر آباد ته په ماتې ورکولو بل پړاو ته لار وموندله

چینای سوپر کینګز لوبډلې حیدر آباد ته په ماتې ورکولو بل پړاو ته لار وموندله

سنرایزر حیدر آباد لوبډلې خپله وروستۍ هم له لاسه ورکړه او چینای سوپر کینګز لوبډله لومړنۍ لوبډله شوه، چې بل پړاو ته یې لار وموندله.

هند تجارتي ليګ یا ای پي ایل ۴۴مه لوبه د چینای سوپر کینګز او سنرایزر حیدر آباد لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې چینای د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

حیدر آباد په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۴ منډې وکړې، چې له ډلې يې ساها ۴۴، ابیشک شرما او عبدالصمد ۱۸-۱۸ او راشد خان ۱۷ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د چینای له لورې په توپ اچونه جوش هیزلیووډ ښه وځلېده او درې لوبغاړي یې وسوځول. دغه راز ډیون براوو دوه، شردل ټاکور او جدیجا یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

چینای د ۱۳۵ منډو هدف په وروستي اور کې د ۴ ویکټو په زیان په پوره کړ او حیدر آباد ته یې په ۶ ویکټو ماتې ورکړه، چې په دې سره چینای نه یوازې دا چې بل پړاو ته لار وموندله بلکۍ د حیدر آباد وروستۍ هیلې یې هم له خاورې سره خاورې کړې.

د چینای لپاره رتوراج ګیکواډ ۴۵ او ډوپلیسي ۴۱ ترټولو زیاتې منډې وکړې. دغه راز د حیدر آباد لپاره جیسن هولډر درې او راشد خان بیا یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …