کورپاڼه / کرکټ / کریس ګیل د آی پي اېل پاتې لوبې پرېښودې

کریس ګیل د آی پي اېل پاتې لوبې پرېښودې

د هند سترې سوداګریزو سیالیو (آی پي اېل) د پنجاب کینګز لوبډلې ویسټ انډیزی لوبغاړی کریس ګیل له یاد لیګ بهر شو او په پاتې لوبو کې به ورسره نه وي.

له کله راهیسې چې د آی پي اېل د څوارلسم پړاو ځنډېدلي لوبې پیل شوي، ددې لوبډلې لوبغاړی کریس ګیل ښه نه لوبېږي او تر اوسه یې ښه لوبه نندارې ته نه ده وړاندې کړي.

کريس ګیل وایي چې په پاتې لوبو کې ځکه ړ نه لوبېدو پرېکړه کړې، چې له کرونا څخه د خوندي ساتلو چاپیریال ستړی کړی او په ذهني لحاظ هم یو څه د نا آرامۍ احساس کوي.

کریس ګیل د نړیوال جام لپاره د ویسټ انډیز په سکواډ کې هم شامل دی او دا چې نړیوال جام ته دومره ورځې لا نه دي پاتې نو یاده پرېکړه یې ددې لپاره کړې ترڅو د نړیوال جام لپاره چمتو وي.

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې هم ځینو لوبغاړو په دې سبب په آی پي اېل کې ګډون ونه کړ، ترڅو د ښه چمتوالې او ذهني ارامتیا سره په نړیوال جام کې ولوبېږي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …