کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د ټیک ټاک په څېر یو نوی اپلیکیشن رامنځته شوی دی

د ټیک ټاک په څېر یو نوی اپلیکیشن رامنځته شوی دی

ټیک ټاک د ټولنیزو رسنیو یو له خورا مشهورو رسنیو څخه دی، چې د لنډو ویډیوګانو په خپرولو ډېر زیات مینوال لري، خو اوس د خوښۍ خبر دادی چې د ټیک ټاک په څېر یو بل اپلیکیشن هم جوړ شوی.

د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې په روسیه کې د ټیک ټاک په څېر د یوه اپلیکیشن د چمتو کولو هڅې روانې دي او د بيټا ویرژن په مرسته په ازمایښتي ډول د ځینو کسانو لپاره د استعمال وړ هم دی.

راپور زیاتوي چې دې اپلیکیشن ته یې د (yappy) نوم ورکړی دی، چې د لنډو ویډیوګانو د خپرولو ترڅنګ د ژوندۍ ویډیو خپرولو آسانتیا هم لري.

د اپلیکیشن په اړه ویل کېږي، چې ښایي دا له څوارلس څخه تر څلور دیرش کلنو اشخاص کې ډېر مینوال ومومي او په دې کې د کاروونکو لپاره ډېرې په زړه پورې ځانګړنې هم شته دی.

په ابتدایي ډول دغه اپلیکیشن له ازمایښي پړاوونو څخه تېرېږي، چې ددې لپاره د کاروونکو لپاره د بیټا ویرژن وړاندې شي او هغوی به له خپلو تجربو یاد شرکت خبر کړي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …