کورپاڼه / روغتيا / که چېرته د حیض یا میاشتني مرض دردونه لرئ نو په دې ډول یې آرام کړئ

که چېرته د حیض یا میاشتني مرض دردونه لرئ نو په دې ډول یې آرام کړئ

ډېری خویندې، میندې د میاشتنۍ ناروغۍ یا حیض په سبب له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي، چې په هغې کې ترټولو لویه ستونزه د حیض درد دی. ځینې میرمنې له ډېر سخت درد سره مخ کېږي چې بیا هغه په درملو هم نه آرامېږي.

په داسې حالت کې د میرمنو ورځني کارونه هم اغېزمنېږي او هغه میرمنې چې په دفتر کې کار کوي هم له ستونزو سره لاس او ګرېوان وي، نو ځکه مو دلته هڅه کړې ترڅو د یادې ستونزې د حل په موخه ځینې طبیعي لارې چارې دروښیو.

د میاشتني مرض له درد څخه د ژغورنې لپاره ترټولو مهمه او غوره طریقه د یوګا یا ورزش ترسره کول، کله چې تاسې ورزش وکړئ نو عضلو او هډوکو ته به مو آرام وبخښل شي او درد به یې کم شي.

دویم طریقه داده چې د ملا په لاندینۍ برخه د ګرمو اوبو یوه کڅوړه کېږدئ او په ګرمو اوبو سره ولامبئ. له دې سربېره د ادرکو چای هم آرام دربخښلی شي او په نیم ګرمو تېل سره مساج کول هم ګټور وي.

دغه راز که چېرته ادرک وژول شي او د هغې اوبه وڅښل شي نو په دې سره هم د میاشتني مرض درد کمېږي او په دې حالت کې ډېرې اوبه څښل هم ګټورې وي، ځکه کله چې د بدن اوبه پوره وي نو د عضلو نمي پوره وي او درد نه پیدا کوي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …