کورپاڼه / سياست او روانې چارې / په سویس کې افغان سفارت د امرالله صالح په مشرۍ کې د حکومت لپاره خپل کار ته دوام ورکوي
امرالله صالح

په سویس کې افغان سفارت د امرالله صالح په مشرۍ کې د حکومت لپاره خپل کار ته دوام ورکوي

په سویس کې د افغان سفارت مسوولینو ویلي دي، چې دوی به د ا.ا پر ځای د امرالله صالح په مشرۍ د افغانستان حکومت لپاره خپل کار ته دوام ورکړي.

دغه سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، چې ډېر ژر به درې ګونې قواوې اجراییه، قضاییه او مقننه فعالې شي او امرالله صالح به د دغه حکومت مشر وي.

په دغه خبرپاڼه کې بیا دا نه دي ویل شوي چې د امرالله صالح په مشرۍ دا حکومت به په افغانستان کې دننه جوړېږي او که بهر په کوم بل هېواد کې به جوړ شي.

په سویس کې افغان سفارت وايي، چې د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت یو مشروع حکومت دی، ځکه چې د خلکو په رایو باندې راغلی دی.

د یادولو وړ ده د اګست په ۱۵مه نېټه مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني متحده عربي اماراتو ته تللی و او د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح پنجشېر ته تللی و، د نوموړي په اړه داسې ویل کېږي چې هغه په تاجکستان او یا هم په متحده عربي اماراتو کې دی، نوموړي د اشرف غني له تګ وروسته ځان د افغانستان ولسمشر هم اعلان کړی و.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …