کورپاڼه / تجارتي ليګونه / په نیپال غوره لیګ کې عظمت الله عمرزي چټک نیمه سلیزه ووهله

په نیپال غوره لیګ کې عظمت الله عمرزي چټک نیمه سلیزه ووهله

د نیپال غوره لیګ کې، چې د اېوریسټ سیالیو په نوم هم یادېږي، افغان لوبغاړي عظمت الله عمرزي د اوه شپږیزو پرمټ په ۲۴ توپونو چټکې ۵۸ منډې جوړې کړې او نیمه سلیزه یې په ۲۱ توپونو ووهله.

د اېوریسټ لیګ په یوولسمه لوبه کې د برانتنګتر وایررز او لالیټپور پاتروتس لوبډلې سره مخ شوې، چې برانتنګتر وایررز د پچې تر ګټلو وروسته توپ اچونه غوره کړه.

لالیټپور پاتروتس په ټاکلو شل اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۶ منډې جوړې او برانتنګتر وایررز لوبډلې ته یې د ۲۲۷ منډو ستر هدف کېښود.

د لالیټپور پاتروتس له لورې په توپ وهنه کې سندن ویراکودي ۷۳، عظمت الله عمرزي ۵۸ ناسوځېدلې او کوشال بهورتیال ۳۲ ترټولو زیاتې منډې جوړې کړې.

د برانتنګتر وایررز له لورې په توپ اچونه کې کرن کی سي دوه، سکندر رضا او دلشن موناویرا یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه. د یادولو وړ ده چې عظمت الله عمرزي تېره ورځ هم ۴۲ منډې جوړې کړې وې.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …