کورپاڼه / جالب / د پلاستیکي عملیاتو پایلې؛ د ښه ښکاره کېدو لپاره دریو میرمنو خپله څېره بدرنګه کړه

د پلاستیکي عملیاتو پایلې؛ د ښه ښکاره کېدو لپاره دریو میرمنو خپله څېره بدرنګه کړه

نن سبا د اداکارانو سربېره پر عامو کسانو هم د پلاستیکي عملیاتو پیریان ناست دي او غواړي چې دغه عملیات ترسره کړي، خو ستونزه هغه وخت ډېرېږي، کله چې د ښکلي کېدو په شوق کې څېره نور هم بدرنګه شي.

ځینې کسان د خپل غمبورو عملیات کوي، ځینې بیا غواړي چې خپلې شونډې غټې کړي ترڅو زړه راښکونکي ښکاره شي، چې په همدې هیله ځینې میرمنې عملیات کوي، خو پایله یې منفي راووځي. راځئ چې نن همدغه ډول میرمنې در وپېژنو.

دوه دیرش کلنه موډله انستاسیه:

انستاسیه د اوکراین اوسیدونکې ده، دوه دیرش کاله عمر لري او د موډلینګ کاروبار کوي. هغې په شپږو کلونو ډېر عملیاتونه کړي او همدا لامل دی چې اصلي شکل یا څېره یې بدله شوې ده او که چېرته یې پخواني عکسونه ولېدل شي نو وبه نه پېژندل شي.

ایرانۍ انجلۍ:

دې ایرانۍ انجلۍ ددې لپاره چې د انجلینا جولي په څېر ښکاره شي، له ۵۰ ډېر عملیات کړي، خو خپل هدف یې ترلاسه نه کړ او خپله څېره یې خرابه کړه.

کیترین رو

کیترین رونس ددې لپاره د خپلې پوزې عملیات ترسره کړي، ترڅو خپله پوزه وړه کړي، چې له بدبخته ناکام شول او بیا وروسته یې د نورو عملیاتو په مرسته یې پوزه سمه کړه.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …