کورپاڼه / تجارتي ليګونه / عمرزي د ښې توپ وهنې او توپ اچونې پرمټ خپله لوبډله تر بریا ورسوله

عمرزي د ښې توپ وهنې او توپ اچونې پرمټ خپله لوبډله تر بریا ورسوله

د نیپال غوره لیګ کې افغان لوبغاړي عظمت الله عمرزي د ۵۸ چټکو منډو او څلور لوبغاړو په سوځولو سره خپله لوبډله تر بریا ورسوله.

د اېوریسټ لیګ په یوولسمه لوبه کې د برانتنګتر وایررز او لالیټپور پاتروتس لوبډلې سره مخ شوې، چې برانتنګتر وایررز د پچې تر ګټلو وروسته توپ اچونه غوره کړه.

لالیټپور پاتروتس په ټاکلو شل اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۶ منډې جوړې او برانتنګتر وایررز لوبډلې ته یې د ۲۲۷ منډو ستر هدف کېښود، چې له ډلې یې سندن ویراکودي ۷۳، عظمت الله عمرزي ۵۸ ناسوځېدلې ترټولو زیاتې منډې جوړې کړې.

د برانتنګتر وایررز له لورې په توپ اچونه کې کرن کی سي دوه، سکندر رضا او دلشن موناویرا یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه. د یادولو وړ ده چې عظمت الله عمرزي تېره ورځ هم ۴۲ منډې جوړې کړې وې.

برانتنګتر وایررز لوبډله د یاد هدف په پوره کولو ونه توانېده او د اته لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۸۹ منډې جوړې کړې او په ۳۸ منډو یې ماتې وخوړه، چې له ډلې دلشن موناویرا ۵۹ زیاتې منډې وکړې او د لالیټپور پاتروتس لپاره عمرزي څلور ویکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …