کورپاڼه / تجارتي ليګونه / دهوني خپل شرټ راشد خان ته ډالۍ کړ
دهوني او راشد خان

دهوني خپل شرټ راشد خان ته ډالۍ کړ

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکی مهیندر سینګ دهوني د کرکټ په نړۍ کې یو ډېر دروند کرکټر ګڼل کېږي او خلک یې ډېر قدر او ورسره ډېره مینه کوي.

له دهوني سره د نورې نړۍ تر څنګ ډېر افغانان هم مینه لري، اوس نوموړي تازه د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان ته خپل شرټ ډالۍ کړی دی.

تېره ورځ د سنرایزرز حېدراباد او چینای سوپر کنګز لوبډلو ترمنځ د لوبې نه وروسته راشد خان او دهوني یو ځای و، چې راشد خان سره د چینای سوپر کنګز شرټ یا کالي په لاس کې لیدل کېږي.


د دواړو دا عکس په ټولنیزو رسنیو کې هم ډېر لاس په لاس کېږي. له یادې لوبې وروسته دهوني خپل دغه شرټ راشد خان ته ډالۍ کړی دی.

د یادولو وړ ده چې یو شمېر افغان لوبغاړي هم د دهوني مینه وال دي، چې له ډلې یې په خپله راشد خان یو ځل دا هم ویلي و، چې غواړي د مهیندر سینګ دهوني په کپتانۍ کې د هغه سره په لوبډله کې ولوبېږي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …