کورپاڼه / خپلواک / د اى پي ايل بولۍ ته د ١٩ افغانانو په ګډون ٩٧١ لوبغاړو نومليکنه کړې
راشد، نبي او مجيب

د اى پي ايل بولۍ ته د ١٩ افغانانو په ګډون ٩٧١ لوبغاړو نومليکنه کړې

خپلواک وېبپاڼه (٢ دسمبر ٢٠١٩): د تجارتي ليګونو تر ټولو سترې سيالۍ اى پي ايل يا د هند تجارتي ليګ، چې د نړۍ هر ستر لوبغاړى هڅه کوي په دغه سياليو کې ګډون وکړي، د ٢٠٢٠ کال سياليو ته ٩٧١ لوبغاړو نومليکنه کړې ده.

تېرو ورځو کې ټولو لوبډلو يو شمېر لوبغاړي له ځان سره وساتل او نور يې خوشې کړل، همدا راز دا ځلې ١٩ افغان لوبغاړو دغه بولۍ ته نومليکنه کړې ده، خو ٣ افغان لوبغاړي، چې له مخکې څخه په دغه سياليو کې لوبېږي، هغه خپلو لوبډلو له ځان سره ساتلي دي. د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې راشد خان او محمد نبي او د کنګز اليون پنجاب لوبډلې مجيب الرحمان له ځان سره ساتلي دي.

د اى پي ايل لوبغاړو د بولۍ مراسم دا ځل په کلکته کې د دسمبر په ١٩مه نېټه ترسره کېږي، چې د ٧١٣ هندي لوبغاړي او ٢٥٨ پکې بيا نړيوال لوبغاړي دي، چې هغه لوبغاړي چې لوبډلو له ځان سره ساتلي دي، تر هغوى پرته به نور ټول لوبغاړي بولۍ ته وړاندې شي.

دا ځلې د اى پي ايل سياليو بولۍ ته ١٩ افغان لوبغاړو هم نومليکنه کړې ده، خو تر دې مهاله پورې د ټولو نومونه نه دي په ډاګه شوي. همدا راز له اسټراليا ٥٥، بنګله دېش ٦، انګلستان ٢٢، نيدرلېنډز ١، نيوزيلېنډ ٢٤، سويلي افريقا ٥٤، سريلانکا ٣٩، يو اېس اې ١، ويسټ انډيز ٣٤ او زمبابوې ٣ لوبغاړو نومليکنه کړې ده.

د اى پي ايل سيالۍ چې ٨ لوبډلې پکې ګډون لري او د هند په بېلا بېلو ښارونو کې ترسره کېږي، يو له هغه سياليو څخه دي چې ډېر ليدونکي لري او همدا راز د نړۍ ټول ستر لوبغاړي هڅه کوي چې په دغه سياليو کې ګډون وکړي.

د افغانستان له لوري بيا راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان په دغه سياليو کې لوبېدلي دي، همدا راز ظاهر خان هم په دغه سياليو کې يو ځل اخيستل شوى و، خو هغه د سياليو تر پيلېدو مخکې ټپي شو او بېرته هېواد ته راستون شو.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …