کورپاڼه / خبرونه / عظمت الله عمرزی: زه نه یم ټپي شوی بلکې روغ او جوړ یم

عظمت الله عمرزی: زه نه یم ټپي شوی بلکې روغ او جوړ یم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی عظمت الله عمرزی، چې اوسمهال د نیپال په اېوریسټ سیالیو کې لوبېږي، وایي چې زه نه یم ټپي شوی بلکې روغ او جوړ یم.

عظمت الله عمرزي نن د نیپال په غوره لیګ کې چټکه توپ وهنه وکړه، هغه په ۲۱ توپونو نیمه سلیزه ووهله او په ۲۴ توپونو یې د ۷ شپږیزو پرمټ ۵۸ ناسوځېدلې جوړې کړې. دغه راز د توپ اچونې په برخه کې یې په ۴ اورونو کې ۴۲ منډې ورکړې او څلور لوبغاړي یې وسوځول.

خو دا چې د ډګر ساتنې په برخه کې د عمرزي د لوبډلې یو لوبغاړی سخت ټپي شو او په ټپي حالت کې له میدان ویستل شو، نو په ټولنیزو رسنیو کې دا راپورونه خپاره شول، چې ګواکې نوموړی ټپي شوی دی.

په دې لړ کې د نوموړي د مینوالو هغه ته ډېر پیغامونه هم واستول او د هغه د روغتیا پوښتنه اړه یې وکړه او ترڅنګ یې عمرزي ته د دعا لاسونه هم لپه کړل.

خو اوس عظمت الله عمرزي پر خپله فیسبوکپاڼه له خپلو مینوالو مننه کړې او ویلي دي چې زه نه یم ټپي شوی، بلکې روغ او جوړ یم. دغه راز هغه زیاته کړې د دوی یو لوبغاړی، چې ناراین جوشي نومېږي، هغه د ډګر ساتنې پرمهال ټپي شوی دی.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …