کورپاڼه / روغتيا / د موبایل استعمال د دماغي روغتیا لپاره ګټور وي

د موبایل استعمال د دماغي روغتیا لپاره ګټور وي

د امریکا د سویلي فلوریډا پوهنتون د یوې څېړنې پر اساس ویل کېږي، چې تر اوږدې مودې پورې د استعمال په پایله کې نه یوازې حافظه پیاوړي کوي، بلکې د الزایمر ناروغۍ درملنه هم ممکنوي.

د الزایمر په ناروغۍ کې د انسان حافظه په بشپړه توګه کمزوري کېږي او بیا وروسته ورو-ورو ختمېږي او په دې ناروغۍ اخته شخص په دماغو کې د (beta omyloid protein) پلیک جوړېږي.

په دې څېړنه کې تجربه شوې او موندل شوې ده، چې په ورځ کې له دوو تر څلورو ساعتونو پورې د موبایل له استعمال څخه خارجېدونکو څپو په سبب بیټا ایملاییډ پروټین ختمېږي، دا چې دا څنګه ممکن وي، لامل یې د تودوخه د درجې ډېرېدل په ګوته شوي دي.

څېړونکو موندلې ده، کله چې ناروغ شخص له موبایل څخه د خارجېدونکو مقناطیسي څپو په سبب اغېزمن شوي ول، د هغوی د دماغي حجرو د تودوخې درجه ډېره شوې وه.

په تودوخه کې د ډېرېدو په سبب نه یوازې د بیټا ایملاییډ پروټینو جوړېدل بند شول، بلکې په دې سره د دماغي میتابولیزم عملیه هم تېزېږي او د دماغو لور ته د وینې جریان هم تېزېږي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …