کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / هغه حیرانوونکی چاکلیټ چې د ناروغیو تشخیص کوي

هغه حیرانوونکی چاکلیټ چې د ناروغیو تشخیص کوي

د سویلي کوریا ساینسپوهانو په ګردو کې د تیږو د معاینې یوه نوې طریقه رامنځته کړې ده، چې د چاکلیټ په مرسته تر ډېره حده پورې د ګردو ناروغي په سم ډول تشخیص کولی شي.

په عام ډول د بېلابېلو ناروغیو او بدني کیفیاتو تشخیص کوونکي ټیسټونه که څه هم ارزانه وي خو د چاپیریال ککړتیا پیدا کوي. خو اوس یو داسې چاکلیټ جوړ شوی چې په هغه کې بریښنایي سرکټ جوړ شوی او په څټلو سره یې د لیاړو اجزاء راټولوي او له بېلابېلو بدني کیفیاتو څخه مو خبروي.

ویل کېږي چې دا یوه کم لګښته نسخه ده، چې بیا د استعمال وړ ده او په دې ډول د هغه سینسر ککړتیا کموي او په کور کې هم د استفادې وړ دی.

دا چاکلیټ په لیاړو کې موجود کیمیاوي مواد اندازه کوي او د هورمونونو د سطحې په معلومولو سره په ښځو کې د بیضې اخراج او د ګردو د ناروغیو وړاندوینه کولی شي.

ددې لامل دادی چې په دې دواړو کیفیاتو کې په لیاړو کې ځینې کیمیاوي توکي له خپلې اندازې څخه ډېرېږي او په دې ډول د ناروغیو تشخیص کوي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …