کورپاڼه / جالب / هغه ۹ ښځې چې ږیرې لري (عکسونه)
هغه ۹ ښځې چې ږیرې لري

هغه ۹ ښځې چې ږیرې لري (عکسونه)

په نړۍ کې داسې ښځې هم شته چې ږیرې او برېت لري، خو ځینې یې بیا دومره غټه ږیره او بریت لري، چې په لومړي نظر کې مو پرې هېڅ دا باور نه راځي چې ګني دا دې ښځې وي.

دلته په دې دلایلو نه غږېږو  چې د ښځو د ږیرو وجه څه ده؟ خو د نړۍ په کچه د هغه ۹ ښځو عکسونه او معلوماتو درسره شریکوو، چې لکه د نارینه و په څېر غټې غټې ږیرې لري.

۱-: لیټل بیر شوارز: نوموړې یوه ناروغي لري چې په ۱۴ کلنۍ کې ورته معلومه شوه چې د هغې د مخ ویښتان راغټېږي، په پیل کې خو هغې د دې د پټولو هڅه وکړه، خو وروسته یې بیا پرېښوده او دا یې ومنله چې په مخ ویښتان لرل یا ږیره لرل د هغې په شخصیت هېڅ تاثیر نه کوي.

۱ لیټل بیر شوارز

۲-: روز جیل: نوموړې په کم عمر، یعنې په ۱۳ کلنۍ کې یې ویښتان په مخ راختل، په پیل کې خو هغې د دې لپاره له ډېرو لارو چارو کار واخیست، خو هېڅ داسې لار یې پېدا نکړه چې د تل لپاره د دې ویښتانو څخه خلاصون ومومي. وروسته هغې ږیره پرېښوده او ورسره خوشحاله ده.

۲ روز جیل

۳-: کور بوبيسوتي: نوموړې هغه ښځه ده چې ږیره هم په مخ لري او خپل اولادونه هم ډېر په ویاړ ساتي. دا د نورو هغه ښځو لپاره ډېره اغېزمنه ثابته شوې ده چې ږیرې لري. نوموړې وايي چې په پیل کې به یې ږیره خرییله، خو څه وخت وروسته یې بیا ورته وس نه کېده او پرې یې ښوده.

۳ کور بیبوسوتي

۴-: جینیفر میلر: نوموړې هېڅ کله خپلې ږیرې ته ډېر تشویش نه دی کړی، هغه په یو سرکس کې هم کار کوي او تر څنګ یې په یو انسټیټوټ کې ښوونکې هم ده، خو د خپلې ږیرې د پټولو هڅه یې کله هم نه ده کړې.

۴ جینیفر میلر

۵-: هرنام کور: نوموړې یوه برېتانوۍ موډله ده، په ډېر کوچنیوالي کې یې ویښتان په مخ راتلل، خو هغې بیا دا د خپلې ګټې په توګه وکاروله او په ټوله نړۍ کې د خلکو لپاره یو مثال وګرځېده. د نوموړې نوم په ګنیس بک اف ورلډ ریکارډ کې هم ثبت دی.

۵ هرنام کور

۶-: کنچیتا وورسټ: نوموړې د اسټرالیا مشهوره سندرغاړې ده، تر ډېره وخته پورې خلکو دا فکر هم کاوه، چې نوموړې یو نرښځی دی، خو هغه نرښځی نه بلکې پوره ښځه ده، خو ږیره لري، چې دا یې یو ځانګړی شهرت هم دی.

۶ کنچیتا وورسټ

۷-: انالیسا هیکلمین: نوموړې هم د یوې ناروغۍ ښکار ده، چې لکه د نارینه و په څېر یې ویښتان غټېږي، هغې د دې ویښتانو نه د ځان خلاصولو لپاره ډېره درملنه هم وکړه، خو بریالۍ نه شوه، کله چې هغه ناکامه شوه، نو بیا یې دا ومنله چې هر څنګه ده، بس همداسې به خپل ژوند ته دوام ورکوي.

۷ انالیسا

۸-: نووا ګلیکسیا: نوموړې پرته له دې بهر نه راوتله چې تر څو به یې خپل ویښتان نه و پاک کړي، خو وروسته هغې له خپل ځان سره مینه پېدا کړه او ږیره یې پرېښوده. اوس نوموړې د داسې ښځو د عامه پوهاوي یا مرستو په برخه کې هم کار کوي چې ویښتان یې د نارینه و په څېر غټېږي.

۸ نووا ګلیکسیا

۹-: الما ټوریس: په کوچنیوالي کې له دې امله له ښوونځي ویستل شوې وه، چې نجلۍ وه خو د هلکانو په څېر یې په مخ ویښتان راتلل، د څه وخت د هڅو نه وروسته هغې ټولې هڅې پرېښودې، ږیره یې پرېښوده او د خپل ځان په اړه یې نه یوازې خپل، بلکې د نورو خلکو فکر یې هم بدل کړ.

۹ الما ټوریس

دا هم ولولئ

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي ولې تړل شوی دی؟

د هند کرکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر ویرات کوهلي یو داسې عکس په دې ورځو …